ګیان (Guian) پر “دوه مخکښو صنعتونو او دوه تخصصي صنعتونو” باندې په تمرکز سره د لوړ کیفیت پراختیا ته ګړندیتوب بښي

لخوا WarinotTo@rLziquPHAWrLRi_lmoYlBrandt

ګوي یانګ، چين، نوېمبر 20، 2023 /PRNewswire/ — د Huanqiu.com په واسطه خبري راپور: په وروستیو کلونو کې، “په چین کې ځیرک تولید” د نوې انرژۍ نقلیه وسایطو د لوړ کیفیت د پراختیا سبب ګرځېدلی دی. دا د نوې انرژۍ د بېټریو او موادو د تولیدي صنعت لپاره ګڼ شمېر فرصتونه رامنځ ته کوي. ارقام ښيي چې د ګیان نوې ناحیې د اقتصادي ودې د نوو سرچینو د پرانېستو لپاره د نوې انرژۍ د پراختیا په برخه کې پانګونه کړې ده.

په ګوېژو کې د بېټرۍ د تولید نوی بنسټ په کال کې د 30 ګېګاواټه ساعته ظرفیت په لرلو سره، چې د چین د برېښنايی بېټریو د لوی شرکت Contemporary Amperex Technology Co., Ltd. (CATL) له خوا تمویلېږي، د اوکتوبر میاشتې په پای کې خپل آزمایښتي تولید پیل کړی دی. د آګسټ میاشتې له 17مي نېټې را په دې خوا، په الکترومیخانیکي تجهیزاتو بار، د تولید د لومړۍ کرښې نږدې 500 نقلیه وسیطې په ګروپي ډول سایټ ته استول شوې دي او شاوخوا 1,500 کارګرانو د انفرادي تجهیزاتو د ارزونې، پلټنې او آزموینې چارې ترسره کړې دي. د راپورونو له مخې، د دې پروژې لومړی پړاو په کلني ډول د 30 ګېګاواټه ساعته برېښنا او انرژۍ د ذخیره کولو په ظرفیت سره د بېټریو او اړونده کمکي تجهیزاتو د تولید لپاره طراحي شوی دی. کله چې دغه بنسټ د تولید بشپړ ظرفیت ته ورسېږي، داسې اټکل کيږي چې کلنی توليدي ارزښت به يې څه د پاسه 15 ملیاردو یوانو ته ورسيږي.

د 10 ګېګاواټه ساعته ظرفیت په لرلو سره د BYD د بېټریو پروژه چې له مخکې یې د تولید چارې پیل شوې دي، تمه کیږي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې به د دې شرکت د صنعتي تولید ارزښت 2.973 میلیارده یوانو او اضافه شوی صنعتي ارزښت به یې 355 ملیونه یوانو ته ورسېږي. د درک وړ ده چې دا مهال په ګیان کې د BYD تولیدي کمپنۍ په عمده ډ ول د سیګول (Seagull) لپاره محصولات وړاندې کوي. د BYD نوی موډل چې په مۍ ماشت کې په لاره اچول شوی دی، د ګیان تولیدي کمپنۍ له خوا د تولید شوو بېټریو درېیمه برخه تشکيلوي. له مۍ څخه تر آګسټ پورې، د سیګول د پلور کچه له 8,400 څخه 34,800 نقلیه وسایطو ته لوړه شوې ده، او اټکل کېږي چې نوره وده به هم وکړي.

د نوو موادو په برخه کې، دغه مدغم شوې پروژه د ګیان په نوې ناحیه کې د لیتیم بېټریو د 100,000 ټنه انود موادو په کلني تولید سره چې د Hunan Zhongke Electric Co., Ltd شرکت له خوا تمویلېږي، (Zhongke Electric) شرکت هم بشپړ شوی او تولیدي چارې یې پیل کړې دي. داسې اټکل کېږي چې له جنورۍ تر سپټېمبر پورې به د یاد شرکت د صنعتي تولید ارزښت 567 ملیونه یوانو او اضافه شوی صنعتي ارزښت به یې له 23.96٪ اضافه شوي ارزښت سره، 136 ملیونه یوانو ته ورسېږي.

له ستراتیژیکو فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د ګیان د نوې ناحیې وړتیا د یادې ناحیې د مخ پر وړاندې فکر کولو له ستراتیژۍ او په “دوو مخکښو صنعتونو او دوو تخصصي صنعتونو” کې د پانګونې د راجلبولو په لور د هغوی له لید سره نږدې تړاو لري. څرګنده شوې ده چې د 2021 کال راهیسې، د ګیان نوې ناحیې د بریښنایی معلوماتو د تولید، د پرمختللو تجهیزاتو د تولید، او همدارنګه د نوې انرژۍ او موادو د تولید (د بیلګې په توګه “د دوو مخکښو صنعتونو او دوو تخصصي صنعتونو”) په برخو کې له صنعتي وېش څخه غوره او مؤثره استفاده کړې ده. له پورته ذکر شوو پروژو سربېره، په ګویژو ښار کې د Chery په نامه د نقلیه وسایطو صنعتي بنسټ چې د نوې انرژۍ د 50,000 سوادګریزو نقلیه وسایطو د تولید ظرفیت لري او هېنګلي (Hengli) (ګویانګ) صنعتي پارک هم په لاره اچول شوی دی.

له یوې خواه، ګیان په مخکښو او تخصصي صنعتونو کې په کلکه د پانګونې د جذب ملاتړ کوي چې د نوې انرژۍ په بېټریو، موادو او همدارنګه مهمو تجهیزاتو، اجزاوو او موادو باندې تمرکز کوي ترڅو د نوې انرژۍ په واسطه د چلېدونکو نقلیه وسیطو، بیټریو او موادو تولید اسانه کړي. له بلې خوا، ګيان په زياتو سرچينو او پر لوړ کيفيت لرونکو خدماتو باندې په اتکاء سره، د نوې انرژۍ او نويو موادو د تصديو لپاره د پانګې اچونې په مقصد باندې بدل شوی ترڅو خپل توليد او فعاليتونو ته پراختیا ورکړي.

“موږ د دوو مخکښو صنعتونو او دوو تخصصي صنعتونو د خدمت په موخه یوه ځانګړې کاري ډله جوړه کړې، او په ‘هر ډول موسمي شرایطو کې مو د هر اړخیزه خدماتو’ میکانېزم جوړ کړی دی. د Zhongke Electric او CATL په څېر کمپنیو لپاره، موږ ځانګړی پرسونل په دنده ګورمارلی ترڅو له پخپله د جوړ شوي سبسټېشن له پلان، نصب، د حللارې له ټاکلو څخه نيولې د آزموینې تر منلو پورې خدمات تعقیب کړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې برېښنا ته د لاسرسي د غوښتنلیک د مدیریت طرزالعملونه آسانه دي، “د ګیان د برېښنا د وېش دفتر د پلان او پراختیا د څانګې عمومي مدیر PEI جوني وویل. نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې د برېښنا د وېش دفتر به د پروژې ساحې ته په مستقیمه توګه د ملاتړ خدمات وړاندې کوي ترڅو وکولای شي په سملاسي توګه په ساختماني چارو کې اړونده ننګونو ته رسيدګي وکړي، او د ساختماني چارو پلان په علمي او ساینسی توګه اصلاح او تنظیم کړي، او په دې توګه د صنعت لپاره د باور وړ او خوندي برېښنا چمتو کول یقیني کړي.

د دې لپاره چې د “دوو مخکښو صنعتونو او دوو تخصصي صنعتونو” په لاره اچول اسانه شي، د ګیان نوې ناحیه په دقیقه توګه له نویو سوداګریزو غوښتنو سره عیاره ده. د ګیان د برېښنا د وېش دفتر په دریو ابعادو کې بریښنایی خدمات تضمینوي: د تولید د یقیني کولو په موخه د اعتماد وړ برېښنا وېش، د زیاتوالي د یقيني کولو لپاره د اړتیا وړ سرچینو چمتو کول، او د ټولنې د سلامتیا په موخه د لوړ کیفیت خدماتو وړاندې کول.

په 2022 کال کې، موږ د برېښنا 203 فعالیتونه په خپلواکه توګه ترسره کړل، چې د برېښنا په وېش کې502.7 مېګاواټه ساعته زیاتوالی راغلی دی. په دې سره په اوسط ډول د پېرودونکي د برق د پرچاوۍ ساعتونه تر 5.7 ساعتونو پورې راټیټېږي.” PEI جوني زیاته کړه چې په 2022 کال کې د برېښنا د سب سټېشن دریو اساسي پروژو ته د لومړي توب له مخې پراختیا ورکړل شوه، یوه مهمه پروژه بشپړه شوه او ګتې اخيستنې ته وسپارل شوه، او د شينزوم سپ سټېشن د کمکي مزي 220kV پروژه بشپړه شوې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده چې په کلني ‌ډول د Zhongke Electric د لیتیمو د بېټریو د 100,000 ټنه انود موادو د تولیدي پروژې اړتیاوې یقيني کوي.

د 2023 کال د سپټېمبر میاشتې په 8مه نیټه، د ګویژو 220kV ټولو کېبلونو لومړنۍ پروژه چې د CATL پروژې د 220kV کاشي I او II د حلقوي مزو ملاتړ کوي، په بریالیتوب سره مخکې له مخکې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده. دا یقیني کوي چې 220kV CATL سب سټیشن له مخکې څخه ګتې اخيستنې ته سپارل شوی و چې د CATL د ګویژو د نوې انرژۍ بریښنا او د انرژۍ د ذخیره کوونکو بېټریو د تولید بنسټ ته د باور وړ برېښنا وېش یقيني کوي.

سربیره پردې، د ګیان د برېښنا د وېش دفتر په فعاله توګه د بریښنا اړوند د استفاده کوونکو نظریات راټولوي او د تولید د شرایطو او د مختلفو پیرودونکو د بار د ځانګړتیاوو په اساس، د برق په مصرف کې د برېښنا د سپما لپاره د حللارو په وړاندې کولو سره اړونده تصدیو ته په کم مصرفه ساعتونو کې د تولید لارښوونه کوي. په دې سره نه یوازې د تصدیو لپاره له تولید سره تړلی د برېښنا لګښت ګمېږي، بلکه په کم مصرفه ساعتونو کې په کافي اندازه د برېښنا وېش یقيني کوي، او په دې توګه سوداګریز مؤثریت ته پراختیا ورکوي. د PEI جوني د معلوماتو له مخې، Zhongke Electric، وروسته له دې چې خپل تولیدي فعالیتونه یې د شپې کم مصرفه ساعتونو ته اړولي دي، خپل د برېشنا لګښت تر 11.25 ملیونه یوانو پورې راټیټ کړی دی.

د برېښنا په لګښت کې دغه سپما له خدماتو څخه د مؤثرې استفادې، د اداري چارو د پیاوړتیا، او د هغو اقداماتو د اصلاح په پایله کې رامنځ ته شوې ده چې ګیان ژمنه کړې ده چې په “دوو مخکښو صنعتونو او دوو تخصصي صنعتونو” کې به د پروژو د چټګې رغونې، چټک تولید او چټکو پایلو وړتیا رامنځ ته کوي، او د لوړ کیفیت پراختیا په تعقیب کې یې چټک پرمختګ کړی دی.

تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2281479/617ca3f8a65b3c22c0582de1544502f.jpg

اړیکه: Xiaochun Ma, maxiaochun@huanqiu.com

اړونده مقالې

© 2022 Kabul Mirror | ټول حقونه خوندي دي