ګلوبل ټایمز: BRI ګډه پراختیا وړاندې کوي: د همکارو هېوادونو چارواکي

لخوا WarinotTo@rLziquPHAWrLRi_lmoYlBrandt

وینزو، چین، نوېمبر 23، 2023 /PRNewswire/ — د چین له خوا وړاندیز شوې د یوه کمربند او یوې لارې طرحه (BRI) د “زړه  اتصال” لرلید په واقعیت باندې اړولی دی او دا د ګډې پراختیا لاره ګرځېدلې ده، د BRI د همکارو هيوادونو سفیرانو او چارواکو د چهار شنبه په ورځ د ختيځ چین د فوجیان ولایت په فوژو کې د ګردي مېز په ترڅ کې دغه څرګندونې وکړې.

“په چین کې د نیپال سفیر ښاغلي بیشنو پوکرا شريستا وویل، BRI د نړۍ ذهن ته بدلون ورکړی دی،” او څرګنده یې کړه چې دغه طرحه نه یوازې په ترانسپورتي برخه کې، بلکه د ذهنونو او زړونو په اتصال باندې تمرکز کوي.

“شریستا د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه، دغه لرلید او مفکوره دا مهال د لاسرسي وړ ګرځېدلې ده.”  نوموړي څرګنده کړه، نيپال له BRI څخه ډېره ګټه پورته کړې ده، او د رېلګاډي د پټلیو او سړکونو په ګډون په نیپال کې ډېرې پروژې بشپړې شوې دي چې یادې پروژې د دوه اړخیزې ګډې همکارۍ او همدارنګه د یاد هېواد د پرمختګ لامل شوې دي.

شریستا دغه څرګندونې د یوه کمربند او یوې لارې د سوداګرۍ او صنایعو خونې په نړیوال کنفرانس کې د ګردي میز په ترڅ کې وکړې، چې د نړۍ د سوداګرۍ او صنایعو له خونې، د صنعت له اتحادیو او نورو ټولنیزو سازمانونو سره د اصلي ګډون کوونکو په توګه د نړۍ په کچه د همکارۍ او تبادلې لومړی پلټ فارم دی. دغه کنفرانس، چې هر کال ترسره کیږي، موخه یې د BRI د همکارۍ  له پرمختګ سره د سوداګرۍ د خونې د سرچینو کارول او د نړیوالو همکاریو د نوو فرصتونو لټول دي.

په چین کې د سومالیا سفیر، اولي علي کولانی، د ګردي میز په ترڅ کې وویل، BRI د هغې نړۍ لپاره یو فرصت دی چې اوس سره وصله ده، او د دغې طرحې ظرفیت نامحدوده دی، نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د کووېډ19 وبا د دغې طرحې پروسه ځنډولې ده، اما په دې سره د دا ډول نړيوالې پروژې ارزښت لا څرګند شوی دی.

په چین کې د سریلانکا د سفارت شارژدافیر، کادیرکامو کنډاسامي یوګانادان، د BRI تر چتر لاندې د بندرونو، هوایي ډګرونو او چټکو لار په ګډون د یو شمیر زیربنایي پروژو یادونه وکړه. یوګانادان د کلمبو د بندر پروژه د بېلګې په توګه یاده کړه او څرګنده یې کړه چې دغه پروژه له عصری پایښت لرونکي ډیزاین او د ښار د له ځیرکو مفکورو څخه په استفادې سره رغول کېږي چې د معلوماتي تکنالوژۍ په صنعت، د مالي خدماتو او ترانسپورت او لوجستيک په برخه کې د پانګونې فرصتونه چمتو کوي.

په بیجېنګ کې د عربي هېوادونو د اتحادیې شارژدافیر احمد شعیب څرګنده کړه چې په BRI کې ګډون کوونکي عرب هېوادونه له چین سره د پراخه تعامل ښکارندويي کوي. دغه طرحه د نړيوالې همکارۍ د ځواک څرګندويي کوي چې دا له یو او بل سره داسې د اتصال ځواک ګڼل کېږي چې له ملي او توکمیزو پولو څخه تېرېږي.

شعیب څرګنده کړه چې د چین او عرب هیوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا هم د BRI طرحې یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې چې د کلتوري، سیلانیزې او هنري همکارۍ څرګندويي کوي.

BRI د چین او عربي هېوادونو د خلکو تر منځ د یووالي نښه ده. شعیب همدارنګه زیاته کړه، دغه طرحه د سړکونو او پلونو د رغولو تر څنګ کولای شي همېشنۍ، لا بریالۍ او لا همغږې ګډې همکاري رامنځ ته کړي.

تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2284249/BRI_offers_common_development_officials_partner_countries.jpg

اړیکه: یو ژانګ، zhangyu@huanqiu.com

اړونده مقالې

© 2022 Kabul Mirror | ټول حقونه خوندي دي