د GIP له خوا د ASEAN څپرکي په لاره اچول، پخپله 5مه عمومي غونډه کې د 2026 کال لپاره لرلید او نوی WG

لخوا WarinotTo@rLziquPHAWrLRi_lmoYlBrandt

بجېنګ، سپټېمبر 8، 2023 /PRNewswire/ — د کمربند او سړک لپاره د پانګونې د عمومي اساساتو (GIP) 5مه عمومي غونډه په بریالتوب سره په بجېنګ کې ترسره شوه. له آسیا، اروپا، بریتانیا، او افریقا څخه د 50 غړو انستیتیوتونو تر 100 ډېرو استازو په دغه غونډه کې ګډون کړی و.

په باثباته مالي چارو کې د نړیوالو تمایلاتو د منعکس کولو لپاره، GIP په خپله منځمهاله ستراتیژۍ کې بدلون راولي او د 2026/2030 لپاره یې خپل لرلید اعلان کړی دی چې د “لېږد” زینې معرفي کوي. دغه نوی شوی لرلید همدارنګه د خطر د ارزونې، بندولو، او زرغونې پانګونې اړوند اهداف او توقعات رامنځ ته کوي.

لکه څنګه چې په لرلید کې څرګنده شوه، GIP کوښښ کوي د BRI په اوږدو کې مشارکت ته پراختیا ورکړي، او موخه یې په مرکزي آسیا، افریقا، جنوب غربي آسیا کې د زرغونې پانګونې پراختیا ده. په درېیم ساحوي دفتر کې، د GIP له خوا ASEAN څپرکی اعلان شو او د ښاغلي ډاکټر ماري پنګېسټو له خوا چې د نړيوال بانک پخوانی MD دی، او رینو دونوسیپویټرو (ډاني)، چې د ASEAN مرستیال مشر دی او په ستندرد چارټر بانک کې د اندونزیا د مشر کمېشنر له خوا رهبري کېږي.

ماري په ASEAN څپرکي کې چې د پاليسۍ جوړوونکو، FIs او کمپنیو ترمنځ د نظریاتو او تجربو د تبادلې پلټفارم دی، ښه راغلاست وايي. د څپرکي په لومړیتوبونو کې به د منصفانه او ارزانه انرژۍ د لېږد په موخه د لېږد د مالي چارو تامین شاملېږي.

ډاني هیله څرګنده کړه چې دغه څپرکی به وکولای شي د کمپنیو، پانګوونکو او حکومتونو لپاره د “لوی نښلوونکي” په توګه کار وکړي، د تبات په هکله به پوهه خپره کړي، او د زرغونې پانګې جریان ته به ګړندیتوب ورکړي.

د لرلید د تطبیق او د ظرفیت د لوړلو په موخه، د لېږد مالي چارو د تامینی لپاره نوی کاري ګروپ چې د BOC او DBS له خوا رهبري کېږي، په غونډه کې اعلان شو. د WG موخه دا ده ترڅو له غړو او پېرودونکو سره مرسته وکړي چې د لېږد د پلانونو په طراحۍ او ډیزان او د محصولاتو په ابتکار سره د ټیټې کچې کاربن لرونکی لېږد رامنځ ته کړي. د GIP غړو د کمېټې په بحث کې په دې اړه پیاوړې علاقه څرګنده کړه. جورج وانګ، د DBS لوړپوړ مرستیا مشر وویل،”لېږد زموږ د راتلونکې سوداګرۍ تر ټولو مهمه برخه ده”.

ډاکټر ما جون، د GIP مرستیال مشر او د چين د زرغونې مالي کمېټې مشر په باثباته مالي چارو کې مهمو نړيوالو تمایلاتو ته اشاره وکړه، چې په دې کې د G20 د لېږد د تمول چوکاټ، د ISSB معیارونه، او طبیعت او زیستي تنوع ته د پانګه اچوونکو مخ پر وده پاملرنه شاملېږي. ما وول، ” GIP به دغه تمایلات د خپل WG او څپرکو له لارې د ظرفیت لوړونې له هڅو سره مدغم کړي”.

د GIP مرستیال رییس او د لند ښار پخواني ښاروال ښاغلي وېلیام روسېل، د خالص – صفر د ترلاسه کولو په برخه کې د EM’s د لېږد د اهمیت په هکله خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې ظرفیت د لېږد لپاره ډېر اړین دی. ښاغلي روسېل وویل، ” GIP دا په ګوته کوي چې په EMDEs کې د ظرفیت لوړول څه ډول رامنځ ته شوي دي”.

جېن ژونګشیا، د PBOC د نړیوالې څانګې مشر، د GIP د هغه رول په اړه څرګندونې وکړي چې د عمل لپاره یې د نړيوال پلټ فارم په توګه لوبولی دی. نوموړی تمه څرګنده کړه چې GIP به په دریو برخو کې کار وکړي، چې په دې د زرغونو کړنو ملاتړ، د لېږد تسهیل، او د ظرفیت لوړول شاملېږي.

په بجېنګ کې د بریتانیا د سفارت د HM د سوداګرۍ مرستیال کمېشنر ښاغلي راهول اهلووالیا د هغو مهمو اقداماتو په اړه یادونه وکړه چې د اقليمي بدلون او د چین – بریتاینیا ترمنځ د باثباته مالی چارو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د چین له خوا ترسره شوي دي.

د کمربند او سړک پروژو په اوږدو کې د زرغونو کړنو د څرګندولو او د GIP د اصولو د تطبیق په موخه د GIP د دوسیو کتاب په لاره واچول شو.

د غړو له خوا د GIP اصولو تطبیق او د محصولاتو تنوع په رسمیت پېژندلو سره، سکرتریت د 2023 کال د GIP د جایزو ګټونکي اعلان کړل.

اړيکه

sec_gip@gipbr.net

اړونده مقالې

© 2022 Kabul Mirror | ټول حقونه خوندي دي